۰

د کابل والي له وسله وال برید نه روغ وتلی دی

شنبی ۱۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
د کابل په والي محمد یعقوب حیدري وسله وال برید شوی، چې نوموړی روغ ترې وتلی خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.
د کابل والي له وسله وال برید نه روغ وتلی دی
د کابل په والي محمد یعقوب حیدري وسله وال برید شوی، چې نوموړی روغ ترې وتلی خو یو ساتونکی یې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند ناصر مهري وايي، پر ښاغلي حیدري پرون جمعه د زمري ۱۷ مه مازیګر مهال د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې وسله وال برید شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، والي خپل کور ته نېږدې تر برید لاندې راغلی، خو امنیتي ځواکونو له طالبانو سره نښته کړې ده.

دی وايي، والي له برید څخه روغ وتلی خو یو امنیتي ساتونکی وژل شوی دی.

د کابل د والي ویاند وايي، په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي