متحده ایالاتو د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه د پریکړې لپاره د سولې مشورتي جرګې د جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو یوه تاریخي فرصت وباله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون جمعه د جرګې د پیل په ورځ په یوه بیان کې ویلې دي، د طالب بندیانو خوشې کول به د بین اافغان خبرو اترو د پیل لامل شي.
نوموړي زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې چې د بندیانو له خوشې کېدو وروسته ملي ټیم سره خبرو اترو ته چمتو کېږي، او د دې بندیانو له خوشې کېدو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ځواک او تنوع استازیتوب کوي.
دی وايي، طالبانو ژمنه کړې چې د بین الافغانی خبرو په جریان کې به تاوتریخوالی کم کړي او د سیاسي لارې د “دایمي او هراړخیز” اوربند په هکله به هوکړه وکړي.
ده و و یل«متحده ایالات غواړي طالبان له دې ژمنې سره سم وساتي،” هغه زیاته کړه. متحده ایالاتو پر افغان حکومت، سیاسي مشرانو او د لویې جرګې پر غړو غږ وکړ چې “د سولې لپاره دې د دې تاریخي فرصت” څخه ګټه پورته کړي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي متحده ایالات ژمن دي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مرسته وکړي؛ مګر لوړ پوړي امریکایي چارواکي خبرداری ورکړ چې د افغان حکومت او طالبانو پریکړې او کړنې به د متحده ایالاتو راتلونکي مرستې اغیزمنې کړي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ناتو لوړپوړی ملکي سفیر سټیفانو پونتیکورو د سولې مشورتي جرګې د فرصت په توګه وبلله او د سولې پروسې او د بندیانو په خوشې کیدو یې بحث وکړ.
پونتیکورو په ټویټر وویل چې هغه د جرګې له غړو تمه لري چې د خبرو پرمهال سولې ته د ملي چلند پیاوړي کولو لپاره کار وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل