۰
حنیف اتمر:

د بهرنیو ځواکونو وتل باید مشروط وي \ ملګري ملتونه او نړیوله ټولنه باید د طالبانو تړون ضمانت وکړي

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وايي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید مشروط وي او دغه راز ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د حکومت او طالبانو د هوکړې ضمانت وکړي.
د بهرنیو ځواکونو وتل باید مشروط وي \ ملګري ملتونه او نړیوله ټولنه باید د طالبانو تړون ضمانت وکړي
 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وايي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل باید مشروط وي او دغه راز ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید د حکومت او طالبانو د هوکړې ضمانت وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۱۵ مه ماښام مهال د امریکا د سټنفورد پوهنتون له هور (Hoover) څېړنیز مرکز سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي، دغه ځواکونه باید هغه مهال له افغانستان ووځي چې دلته بهرنۍ ترهګرې ډلې او بهرني جنګیالي ختم شي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې، افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي خو بهرني ځواکونه د یوه میکانیزم له مخې باید له افغان خاورې و وځي.

هغه ټینګار کوي تر هغه چې بهرني جنګیالي په افغانستان کې جګړه کوي د ناټو او امریکايي ځواکونو مسوولیت دی چې پر وړاندې یې ودرېږي او نړیوال ترهګر ختم کړي.

اتمر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه هم ویلي، که کوم تړون رامنځ ته کېږي باید نړیوال یې ضمانت وکړي او له عملي کېدو یې ډاډ ورکړل شي.

محمد حنیف اتمر وایي، طالبان اوس له افغان ځواکونو او افغانانو سره جګړه کوي چې د ده په ټکو هېڅ ډول توجیه نه‌ لري. او هر څومره ژر چې وي طالبان باید تاوتریخوالی کم او له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

ده وویل، له طالبانو سره د خبرو لومړني ټکي به په بشري اوربند موافقه، ګډ راتلونکي پلانونه، اساسي قانون، د سولې تړون عملي کول او ورته نور مسایل وي.

ښاغلي اتمر وویل، هر ډول هوکړه کې به جمهوریت، د بشري حقونو او جوړو شویو بنسټونو ساتنه سرې کرښې وي او زیاته ‌یې کړه چې نړیوال باید له طالبانو سره د شوني تړون د عملي کېدو ضمانت وکړي.

نوموړي ویلي«له طالبانو سره د سولې هوکړې ته رسېدل، داسې هوکړه چې باید نړیواله ټولنه‌یې ملاتړ، تأیید او ضمانت وکړي، معلومه نه‌ده چې په کومه بڼه، خو موږ باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیوال ملګري دې مسئله کې دخیل کړو، دا هغه څه دي چې د سولې په اړه زموږ په پام کې دي.»

ښاغلی اتمر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې کابل کې سبا جمعه د سولې او د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو لویه جرګه پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي