۰

ولسمشرغني د بېروت په پېښه ژوره خواشني وښوده

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۵
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د لبنان پلازمېنه بیروت ښار کې د شوې چاودنې له امله د لبنان حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
ولسمشرغني د بېروت په پېښه ژوره خواشني وښوده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لبنان پلازمېنه بیروت ښار کې د شوې چاودنې له امله د لبنان حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرپه اعلامیه کې ویلي، د یادې پېښې له امله اوښتو مالي او ځاني زیانونو سخت خپه کړی دی.

نوموړي هیله ښودلې، چې د لبنان خلک وکولای شي دغه رامنځ ته شوی بحران او کړکېچ مدیریت کړي.

ده د افغانستان د خلکو په استازیتوب له لبناني حکومت او وګړو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریک کړي دي.

د لبنان په پلازمینه بیروت کې تیره ورځ ناوخته د چاودنې له امله زرګونه کسانوته مرګ ژوبله واوښته او د راپورونو له مخې دځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

د بېروت حکومت ویلي، چې ښایي پېښه د څه باندې ۲ زره ټنه امونیم نایتریت د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي.

د پېښې په اړه لا هم معلومات وروستي شوي نه دي خو په یاد هېواد کې نن د همدې چاودنې له امله ملي ماتم اعلان شوی دی او خلک یې هم سخت ویرېدلي دي.

د لبنان د روغتیا وزیر د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۷۸ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰ زیات ټپیان دي.

ویل کېږي د چاودنو غږونه لسګونه کیلو متره لرې اورېدل شوي او په نږدې سیمه کې یې ټولې ودانۍ زیانمنې کړي دي.

د راپورونو له مخې چاودنې د بېروت په یوه سمندري بندر کې رامنځته شوي دي، چې تر اوسه یې د اصلي لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ورته مهال د لبنان د ملي امنیت عمومي رئیس ابراهیم عباس وايي ښايي چاودنې د هغو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې وي چې پخوا ضبط شوي وو او په یو بندري ذیرمتون کې ساتل کیېدل.

نوموړي وویل پدې هکله پلټنې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي