۰

ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس او اداري پلاوي سره مشورتي ناسته وکړه

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه.
ولسمشر د مشرانو جرګې رئیس او اداري پلاوي سره مشورتي ناسته وکړه
ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او اداري پلاوي سره د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو په اړه مشورتي ناسته وکړه.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې ناسته کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ښاغلي غني مرستیالانو د سولې مذاکراتي ټیم مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په موخه د ملي اجماع له لارې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
 
په دې غونډه کې، د جمهوري ریاست مرستیالانو د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو اهمیت ته په اشارې په دې جرګه کې د مشرانو جرګې رول مهم وباله.
 
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیا او اداري پلاوي په ملي مسایلو او د سولې په تړاوو موضوعاتو کې له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
د یادونې وړ ده چې جمهور رئیس د اساسي قانون د ۶۶ او ۸۱ مادو د لومړیو فقرو په رعایت سره سم نن د یو حکم له لارې د ملي شورا غړي چې په رخصتۍ تللي د زمري ۱۷ نیټې څخه د جرګې تر پای پورې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره کابل ته را وبلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي