۰

نړیوالې ټولنې له سولې او مشورتي لویې جرګې ملاتړ وکړ

چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۶
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړیوالې ټولنې غړو د ۴۰۰ طالب زندانیانو په اړه له مشورتي لویې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ.
نړیوالې ټولنې له سولې او مشورتي لویې جرګې ملاتړ وکړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړیوالې ټولنې غړو د ۴۰۰ طالب زندانیانو په اړه له مشورتي لویې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا وزارت په دوو غونډو کې د وېډيو کنفرانس له لارې د ۴۰ هېوادونو او ادارو د استازو د ګډون خبر ورکوي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې غړي چې پر رخصتیو دي، په مشورتي لویه جرګه کې د ګډون لپاره کابل ته ورغوښتي دي.

د ۴۰۰ طالب زندانیانو برخلیک چې په لویو جرمونو تورن دي، د دې جرګې له مهمو موضوعاتو دی.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د مشورتي لویې جرګې راغوښتو په اړه د ولسمشر غني پرېکړه ستایلې ده.

ښاغلي وېلسن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دوو څخه په یوه غونډه کې ویلي،«د دې فرصت لپاره ډېر منندوی یم چې د ولسمشر غني مشري او د لویې جرګې راغوښتل‌یې وستایم. لکه څنګه چې تاسې وویل هدف‌یې افغانستان ته د خپلو او نورو د هڅو د ملي پياوړتیا ملاتړ دی.»

دغه راز افغانستان ته د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا چې په پرونۍ غونډه کې يې ګډون کړی وو، پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی کوي چې د سیاسي جوړښتونو او دود له مخې پرېکړې وکړي.

ویل کېږي مشورتي لویه جرګه به د جمعې په ورځ د درېیو ورځو لپاره په کابل کې جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي