۰

د سپین بولدک او چمن لار د مسافرو پر مخ خلاصه شوه

سی شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۳۴
د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د سپین بولدک او چمن لاره د مسافرینو لپاره پرانیستل شوې او په سلګونو افغان کډوال تمه لري چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته دننه شي.
د سپین بولدک او چمن لار د مسافرو پر مخ خلاصه شوه
د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د سپین بولدک او چمن لاره د مسافرینو لپاره پرانیستل شوې او په سلګونو افغان کډوال تمه لري چې له پاکستان څخه خپل هیواد ته دننه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد ویلي، دغه پوله نن سه شنبه د زمري ۱۴ مه شاوخوا ۷ بجې او ۳۰ دقیقې د پاکستان د سرحدي ساتونکو لخوا په یو طرفه توګه پرانستل شوه.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په خپریدو سره، پاکستان خپلې ټولې لارې وتړلې، او له افغانستان څخه د افغان مهاجرینو جریان یې بند کړ.

د تورخم د لارې بندېدل د افغانستان او پاکستان تر منځ زیاتې ستونزې رامنځته کړي، چې دا په روانه اونۍ کې د کندهار ولایت پر ځینو برخو د دواړو هیوادونو د سرحدي ساتونکو او د پاکستان د راکټي حملو لامل شوی.

د ځایي چارواکو په وینا ، په دې نښتو کې ۱۵ ملکیان وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم وايي، له پاکستان سره د افغان کډوالو د ستونزو د خلاصولو لپاره خبرې پیل کړي دي.

د دې وزارت په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله په اونۍ کې یو ځل پرانیستل کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي