د کونړ ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په شیګل ولسوالي کې ماین چاودنې پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند عبدلغني مصمم د چاودنې پخلي تر څنګ زیاته کړې ده چې پېښه نن سه شنبې د زمري ۱۴ مه سهار شاو خوا لس نیمې بجې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ د موڼې سیمې ته نږدې د یو ځا پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې.
نوموړی وايي، په چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.
د والي ویاند وايي د ټپیانو روغتیايي وضیعت ښه دی او د پیښي په اړه څیړني پیل شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کونړ