۰

ولسمشرغني او عمران خان پر مهمو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړې

سی شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر مهمو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
ولسمشرغني او عمران خان پر مهمو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر مهمو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او خان تلېفوني خبرې پرون دوشنبې د زمري ۱۱ مه شوې او دواړو یو بل ته اختر مبارکی هم ورکړې ده.

د عمران خان دفتر د دغه له قوله وايي،  سږ کال دا لوی اختر په داسې وخت کې راغی چې نړیواله ټولنه د کرونا وایرس په ګډون له یو شمېر ستونزو سره مخامخ ده.

د خان له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، عمران خان له ولسمشر غني سره په خبرو کې د کورونا وایرس له کبله د انسانانو پر مړینو خواشیني ښکاره کړه او هیله یې وکړه چې دا وبا ژر کنټرول شي.

نوموړي په خپل هیواد کې د کررونا وایرس په وړاندې د خپل حکومت د ستراتیژۍ په ویلي، زیات تمرکز یې پر دې دی چې د خلکو ژوند وژغورل شي، اقتصاد یې زیات تاوان ونه ویني او په مجموع کې اقتصاد خراب نه شي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې ټېلفوني خبرو په لړ کې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان د سولې پر پروسې هم خبرې وکړې.

عمران خان د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپل هیواد د مثبت رول یادونه کړې ویلي یې دي، د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې موافقه به د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو سبب شي.

ولسمشرغني له عمران خان سره پر داسې مهال خبرې کوي، چې تر اختر یوه ورځ وړاندې پاکستاني ځواکونو سپین بولدک کې پر عامو خلکو برید وکړ او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

خو د عمران خان دفتر په یاده خبر پاڼه کې دا نه دي ویلي، چې خان او ښاغلي غني په دې اړه هم خبرې کړې که څنګه.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني پرون د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره هم په تلېفوني اړیکه کې د سیمې په روانو حالاتو خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي