۰

ولسمشرغني او د هند لومړي وزیر د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي

سی شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۶
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تلېفوني اړیکه کې د سیمې پر امنیت خبرې اترې کړې دي.
ولسمشرغني او د هند لومړي وزیر د سیمې پر امنیت خبرې کړې  دي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تلېفوني اړیکه کې د سیمې پر امنیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  هندي رسنۍ  وايي، مودي او ښاغلي غني پرون دوشنبې د زمري ۱۳ مه تلېفون باندې خبرې وکړې.

ټایمز اف انډیا  ورځپاڼه وايي، د هند د صدراعظم دفتر و ویل، د افغانستان ولسمشر او د هندوستان صدراعظم یو بل ته د اختر مبارکي وویله.

په دې ټېلفوني خبرو کې د هند صدراعظم د سوله ییز، سوکال او ټولشموله افغانستان لپاره له افغانانو سره د هند پر ژمنې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني او صدراعظم مودي په سیمه کې پر امنیتي وضعیت او د دوو هیوادونو د دلچسپۍ پر مسلو هم وږغېدل.

د مودي د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د هند له صدراعظم ښاغلي مودي څخه په دې مننه وکړه چې افغانستان ته یې په مناسب وخت د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خوراکي او طبي مرستې راولېږلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي