روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۳۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۷۴۶ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور تنه مړي شوي هم دي چې ورسره د یادې وبا له امله د مړه شویو کسانو ټول شمېر بیا ۱ زر او ۲۸۸ ته پورته شوی دی.
د یادونې ده چې پرون یاد وزارت ویلي و چې پرون په ټول هېواد کې د کرونا ویروس یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده خو نن دا شمېر بېرته لوړ شوی دی.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض