افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ایراني سیال حسن روحاني سره د افغانستان سولې، دوه اړخیزه ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي روحاني تلېفوني خبرې پرون د زمري ۱۱ مه (د اختر درېیمه) شوې دي.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ د اطلاع رسونې څانګې په یوه بیان کې ویلي، د ایران ولسمشر په افغانستان کې له درې ورځني اوربند څخه په هرکلي د اوربند د دوام او د تاوتریخوالي کچې د کمولو هېله وکړه.
نوموړي ویلي، هېواد یې تل د افغانستان د دولت په رهبرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی او هیله لري چې بینالافغاني خبرې د قانوني دولت او د افغانستان د ټولو سیاسي ډلو او طالبانو په محوریت د اساسي قانون پر بنسټ نتیجې ته ورسېږي.
ښاغلي روحاني دغه راز له ښاغلي غني سره په دې ټیلیفوني اړیکه کې د کابل او تهران ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو د سند په ژر نهايي کولو ټینګار کړی دی.
هغه ویلي«که د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت اجازه ورکړي، کولی شو چې په راتلونکو میاشتو کې په تهران کې په یوې مهمې حضوري غونډه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو د جامع سند د لاسلیکولو سربېره، د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ له لیکې څخه استفاده به هم د دواړو خواو د لوړو دوستانه تعاملاتو په لست کې د دوو تاریخي پېښو په توګه ثبت کړو.»
په ورته وخت کې افغان ولسمشر د سولې له بهیر څخه د ایران د ملاتړ قدرداني کړې او ویلي یې دي هیله لري چې د سولې له بهیر څخه د ایران ملاتړ هم د افغانستان د ملت او هم د سیمې او نړۍ لپاره د سولې او لازیات امنیت لامل شي.
افغان ولسمشر غني د چابهار بندر په چټکې پراختیا ټینګار کړی او د کابل او تهران ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو د لا پراخېدو هیله ښودلې.
د یادونې ده، چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د دغه تلېفوني اړیکې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل