۰

لوګر او بغلان کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي

پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۴
د ملي دفاع وزارت وايي، په لوګر او بغلان ولایتونو کې یې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
لوګر او بغلان کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت وايي، په لوګر او بغلان ولایتونو کې یې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د زمري ۹ مه خپره کړې  خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو غوښتل تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، د امنيتي ځواکونو له خوا د طالبانو د دغه بریدونو مخه نیول او په ځوابیه برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا دفاع وزارت وايي، طالبانو تېره شپه د بغلان ولایت د چشمه شېر ولسوالۍ په مربوطاتو کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۸ تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه ددغه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې  حال کې ده، چې دواړو لورو سر له سبا به د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي