۰

خلیلزاد بیا کابل ته راغلي، له ولسمشرغني او عبدالله سره غږېدلی

پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۲
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته رسېدلی او له ولسمشر غني او د مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.
خلیلزاد بیا کابل ته راغلي، له ولسمشرغني او عبدالله سره غږېدلی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته رسېدلی او له ولسمشر غني او  د مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره یې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر پرون چهارشنبې د زمري ۸ مه ناوخته په داسې حال کې، چې خپل مرستیالان یې، عبدالله عبدلله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي هم ورسره وو له خلیلزاد سره ولیدل.

ارګ وايي، په دغه کتنه کې د اوربند د تمدید یا د تاوتریخوالي کموالي په اړه د کار، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه، بحث اوخبرې وشوې.

دغه راز زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړل.

غني او خلیلزاد په داسې مهال د اوربند پر تمدید یا د تاوتریخوالي پر کموالي خبرې کړي چې افغان حکومت او طالبانو د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

نړیوالې ټولنې د افغانستان د جګړې د ښکېلو خواو له دې تصمیم څخه هرکلی کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغان حکومت او طالبانو دا اقدام د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په لور یو ګام بللی دی.

په عین حال کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانټینو کورو د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ژر پیلېدو هیله څرګنده کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې افغان حکومت به په یو قوي دریځ د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي