۰

اسلام آباد کې افغان سفیر له خپلې دندې لاس په سر شو

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۷
په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل له خپلې دندې استعفا کړې او د نوموړي استعفا د ولسمشر غني له خوا منل شوې ده.
اسلام آباد کې افغان سفیر له خپلې دندې لاس په سر شو
په اسلام آباد کې افغان سفیر عاطف مشعل له خپلې دندې استعفا کړې او د نوموړي استعفا د ولسمشر غني له خوا منل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشعل ویلي، د نورو لوړو زده کړو او ځینو معاذیرو له مخې د کار دوام ورته ستونزمن شوی او نشي کولی چې خپلې دندې ته ادامه ورکړي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، لومړۍ استعفاء یې تېر کال د لیندۍ په ۲۵ ولسمشر محمد اشرف غني ته سپارلې وه او دوهمه استعفاء یې د روان کال د زمري پر ۵ مه نېټه ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

ښاغلی مشعل وايي«د اوسني ماموریت پای مې وطن ته د خدمت کولو خاتمه نه ده، بلکې په راتلونکي کې به د زمینې مساعدېدلو په صورت کې بیا هم د خپل هیواد لپاره کار کوم.»

عاطف مشعل دغه راز زېاته کړې چې د ولسمشر د لارښوونو مطابق یې خپله دنده په پوره ژمنتیا سره تر سره کړې ده.

ولسمشر غني د عاطف مشعل استعفاء منلې ده.

مشعل تر دې وړاندې د څو کلونو لپاره د کرکټ بورډ رئیس په توګه دنده تر سره کړې او وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي