۰

ملا هبت الله: یوه محدوده کړۍ د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۴
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پر افغان حکومت غږ کړي، چې د سولې په لار کې د خنډونه نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې د راتګ لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي.
ملا هبت الله: یوه محدوده کړۍ د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پر افغان حکومت غږ کړي، چې د سولې په لار کې د خنډونه نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې د راتګ لپاره رښتیني ګامونه اوچت کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د لوی اختر په مناسبت په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې طالبانو له خپل لوري د سولې په برخه کې مسوولیت ادا کړی دی او له امریکا سره یې مشخصه هوکړه لاسلیک کړې چې تر دې دمه په ښه توګه عملي شوې ده.

د طالبانو مشر تور پورې کړی چې په افغانستان کې یوه محدوده کړۍ د واک د ساتلو او همدا راز د خپلو شخصي ګټو لپاره ملي مسایلو ته ارزښت نه ورکوي او د هيواد ملي ګټې ورته مهمې نه دي، نو ځکه د سولې په لار کې خنډ جوړوي.

نوموړي پر افغان حکومت غږ کړی چې زندانیان دې ازاد کړي، ملي ګټې دې په پام کې ونیسي او د سولې لپاره دې لا ډېر عملي ګامونه اوچت کړي.

هغه د بهرنیو ځواکونو په اړه ویلي، امریکایان له افغانستان د وتلو په حال کې دي او تر څنګ یې طالبان غواړي له سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې ولري.

ملا هبت الله داسې مهال افغان حکومت د سولې په لار کې په خنډ جوړولو تورنوي، چې تېره ورځ هم ملګرو ملتونو، ناټو او امنیت شورا طالبان د جګړې اصلي لاملین وبلل او په خبره یې دغه ډله تر سولې پر جګړې ډېر ټینګار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي