۰

طالبان باید جګړه ودروي او له امریکا سره کړې ژمنه عملي کړي

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۵
ایرو ایشیا نشریې، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره تړون کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې خو تر اوسه یې عمل نه دی پرې کړی او بریدونه یې زیات کړي دي.
طالبان باید جګړه ودروي او له امریکا سره کړې ژمنه عملي کړي
ایرو ایشیا نشریې، سره له دې چې طالبانو له امریکا سره تړون کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې خو تر اوسه یې عمل نه دی پرې کړی او بریدونه یې زیات کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې په یوه مقاله کې لیکلي، ټولې نړۍ دا تمه لرله چې د هوکړې تر لاسلیک وروسته به په افغانستان کې جګړې ختمې شي.

خو د لیکوال په وینا پرعکس تاوتریخوالی لا هم روان دی او وسله والو طالبانو تر هوکړې وروسته سلګونه بریدونه کړي دي.

دغه نشریې په ټینګار سره لیکلي، طالبانو ته په کار ده چې په رښتینې مانا د سولې په پروسه کې داخل شي، جګړه ودروي، تاوتریخوالی ختم کړي او ځان هوکړې ته ژمن وښيي.

ایرو ایشیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې هر څه د سولې پرخلاف روان دي.

دغه نشریه پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۴ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملګري ملتونه او ناټو وايي، د ملکي تلفاتو اصلي او تر ټولو ډېر لامل طالبان دي، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو راپور رد او بې اساسه بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي