۰

طالبانو د افغان حکومت ۳۷ نور زنداینان خوشي کړي دي

سی شنبه ۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۲
طالبانو په تخار او کندز ولایتونو کې ۳۷ حکومتي بندیان خوشي کړل او د مالي مرستې په ورکولو سره یې کورونو ته واستول.
طالبانو د افغان حکومت ۳۷ نور زنداینان خوشي کړي دي
طالبانو په تخار او کندز ولایتونو کې ۳۷ حکومتي بندیان خوشي کړل او د مالي مرستې په ورکولو سره یې کورونو ته واستول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د دوی د دغو بندیانو له ډلې ۲۰ تنه یې په تخار او ۱۷ نور په کندز ولایت کې د دوی له زندانونو ازاد شوي دي.

طالبان داسې مهال افغان بندیان خوشې کوي چې تېره ورځ د طالبانو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي و چې افغان حکومت د دوی ۵۰ نور بندیان ازاد کړي دي او د ۷۰ تنو نورو د خوشې کیدو امکانات هم زیات دي.

سرچینو ویلې دي چې خوشي شوي طالب بندیان د دوی له لورې د ورکړل شوي لېست اړوند وو.

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به  افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشي کوي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو لړۍ پیلېږي.

په پام کې ده چې د یادو ناستو یې لومړۍ ناسته د قطر په پلازمینه دوحه کې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي