ملي امنیت شورا:

طالبان دې دایمي اوربند او بین الافغاني خبرې پيل کړي

6 اسد 1399 ساعت 17:27

افغان حکومت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، دایمي اوربند وکړي او د بین الافغاني خبرو پر مټ دایمي سولې ته لار هواره کړي.


افغان حکومت یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، دایمي اوربند وکړي او د بین الافغاني خبرو پر مټ دایمي سولې ته لار هواره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې شورا دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه یو راپور خپور کړ.

د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې  وايي، دا راپور ښيي چې ملکي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د وسله والو طالبانو په بریدونو کې اوښتې ده.

د سرچینې په خبره که ملګري ملتونه وغواړي د دغه ډول راپورونو په چمتو کولو کې لا ډېره همکاري ورسره کولی شي، ځکه د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر هغه لوړه ده چې په راپور کې راغلې.

ملي امنیت شورا دغه راز وايي، طالبان باید نور له جګړو لاس واخلي، دایمي اوربند وکړي، بین الافغاني خبرو ته دې تیار شي او په دې توګه دې دلته روانه اوږده جګړه پای ته ورسوي، څو ټولې خواوې د ملکي وګړو د خوندیتوب او هوساینې لپاره په ګده کار وکړي.

د یادونې ده، چې ملګرو ملتونو نن افغانستان کې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپور خپرو کړی ویلي یې دي، چې  په تېرو ۶ میاشتو کې افغانستان کې کابو څلور زره ملکي وګړو ته په جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازولی د یادې مرګ ژوبلې مسوول تر ډېره وسله وال طالبان بللي دي او له هغوی یې غوښتي، چې نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129961

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129961/

جمهور
  https://www.jomhornews.com