۰

ناټو: د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې زیات مسوول طالبان دي

دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۲
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي طالبان د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو مسوول وبلل او دا ډله یې له امریکا سره د موافقې په سرغړونه تورنه کړه.
ناټو: د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې زیات مسوول طالبان دي
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي طالبان د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلو مسوول وبلل او دا ډله یې له امریکا سره د موافقې په سرغړونه تورنه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټي کورفو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«د طالبانو له لوري د تشدد د نه منلو اندازه د اکثرو ملکي مرګ ژوبلو سبب ده.»

نوموړي زیاته کړې، د تاوتریخوالي پر دوام د طالبانو فشار په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره رامنځته شوی بې ساری فرصت له خطر سره مخامخوي.

سټیفانو پونټي کورفو له طالبانو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د درولو په اړه د قطر په موافقه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.

د ناټو ملکي استازي زیاته کړې، د ملکي افغانانو د کړاوونو د پای ته رسېدو تر ټولو ښه لار دا ده چې د افغانستان د کشالې د سیاسي حللارې لپاره هڅه وشي.

د ناټو ملکي استازي دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما نن د افغانستان د تېرو ۶ میاشتو د ملکي مرګ ژوبلو راپور خپور کړ.

په دې راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۰ م کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۲۸۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۲ زره ۱۷۶ نور ژوبل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي