۰

هلمند کې بیا د افغان ځواکونو په مرکز موټر بم بریدونه شوی دی

دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هلمند – کندهار پر لویه لار د افغان ځواکونو په یوه مرکز وسله والو طالبانو موټر بم برید کړی دی.
هلمند کې بیا د افغان ځواکونو په مرکز موټر بم بریدونه شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هلمند – کندهار پر لویه لار د افغان ځواکونو په یوه مرکز وسله والو طالبانو موټر بم برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید پرون یکشنبې د زمري ۵ مه د کندهار – هلمند پر لویه لار د هلمند د نهرسراج ولسوالۍ د لومړۍ شهرا پر سر د افغان ځواکونو په مرکز شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، په دغه دوه موټر بم بریدونو کې  ۲ افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې دا په تېرو دریو ورځو کې  دوهم برید چې د کندهار – لښکرګاه په لویه لار پر افغان ځواکونو تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي