۰
ولسمشرغني:

د اساسي قانون مطابق دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي

یکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۴
ولسمشر غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته سپارښتنه کړې، چې د اساسي قانون مطابق دې ټولو ولایتونو باید یو ډول پاملرنه وکړي.
د اساسي قانون مطابق دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي
ولسمشر غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته سپارښتنه کړې، چې د اساسي قانون مطابق دې ټولو ولایتونو باید یو ډول پاملرنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني پرون شنبې د زمري ۴ مه له غرمې وروسته د یاد کمېسیون له مشر نادر ناردي او کمېشنرانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې.

په پیل کې د کمېسیون رییس د دغه کمېسیون د فعالیتونو او کړونو په اړه راپور وړاندې کړی ویې ویل، چې د کارکوونکو د ازموینو او ګومارنې کار دوام لري.
 
 
د راپور تر اورېدو وروسته ولسمشر غني ویلي، داسې اداري فرهنګ دې جوړ شي چې خدمت محوره وي او خلکو ته د خدمت کولو په موخه باید وړ کادرونه وګومارل شي.

ښاغلي غني د داسې کسانو چې نظام ته ژمن وي، نه زورواکو ته، قانون محوره فرهنګ دې وده وکړي او د ادارو کړنې دې قانونمندې شي.
 
هغه زیاته کړه، پر ولایتونو دې یو ډول تمرکز وشي، منابع دې یو ډول تطبیق شي او د دولتي ادارو د منابعو وېش دې د ملي لید پر اساس وشي، افغانستان شموله برنامې دې عملي شي او ادارې دې د ملي وحدت سمبول وي او په ادارو کې دې د بې تفاوتۍ او مسوولیت نه منلو فرهنګ لمنځه یووړل شي.
 
ښاغلي غني د دې په بیانولو سره چې د پوهنې وزارت خالي بستونه دې په عادلانه ډول په ټولو ولایتونو ووېشل شي وویل، د اساسي قانون پر اساس دې ټولو ولایتونو ته یو ډول پاملرنه وشي او پوهنې وزارت باید ښوونځی محور وي.
 
ولسمشرغنی ټینګار وکړ، چې د هېواد محرومو نقطو ته دې پاملرنه وشي او ادارې باید تحرک ولري.
 
هغه وايي، د ازموینو اخیستلو ډول باید داسې وي چې په دولت کې ظرفیتونه جذب شي، وړ او مسلکي کسان د هغو کسانو ځایناستي شي چې ظرفیت نه لري او کار نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي