۰

ملګري ملتونه: القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري

یکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۵
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې القاعده شبکه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې په پټه کار کوي او د دغه شبکې مشر هم په افغانستان کې دی.
ملګري ملتونه: القاعده د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت لري
ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې القاعده شبکه د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې په پټه کار کوي او د دغه شبکې مشر هم په افغانستان کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بندیزونو څار خپلواک کتونکي په دې راپور کې زیاته کړې، ایمن الظواهري په افغانستان کې د القاعده شبکې مشر دی او د دې شبکې د جنګیالیو شمېر له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ تنو پورې رسیږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د پاکستاني ترهګرو ټولټال شمیر له ۶۰۰۰ څخه تر ۶۵۰۰ اټکل شوی ، چې ډیری یې د تحریک طالبان پاکستان دي او دواړه هیوادونه تر ګواښ لاندې دي

راپور وايي، د القاعدې مشرتابه له حقاني شبکې سره نژدې اړیکې ساتلې وې، او د همدې کال په فبرورۍ کې، د القاعدې مشر ایمن الظواهري او یحیی حقاني د شبکې لوړ پوړي غړي و دواړو له یو بل سره ملاقات کړی و.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار سازمان څخه خپلواکو کتونکو په راپور ویل شوي د هند په کې د القاعدې څانګه د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د یادونې ده، چې د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون پراساس، دې ډلې ژمنه کړې وه چې له القاعدې او نورو بهرنیو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي