۰

د پاکستان ځانګړی استازی: له افغانستان سره مو ټولو لارې پرانستې دي

یکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۲۹
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او ترانزیټي لارې پرانستې دي.
د پاکستان ځانګړی استازی: له افغانستان  سره مو ټولو لارې پرانستې دي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، له افغانستان سره ټولې سوداګریزې او ترانزیټي لارې پرانستې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  صادق خان پرون یکشنبې د زمري ۴ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې پر ډویورنډ کرښه ټولې ۵ لارې په وروستیو ورځو کې پرانیستل شوي او د سوداګري مالونو کانتینر پرې تګ راتګ کوي.

هغه ویلي«د تورخم، غلام خان، سپین بولدک- چمن، انګور اډه او خرلاچۍ لارې اوس پرانیستي دي او تګ راتګ پرې کېږي.»

د پاکستان ځانګړي استازي دا هم زیاته کړې، حکومت یې هڅه کوي چې په ګمرکونو کې د تجارتي مالونو د محصول اجراات چټک شي او سوداګر ستونزې ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي