۰

طالبان: خوشي شوي زندانیان مو بیا د جګړې ډګر ته نه ځي

یکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۲۵
طالبان وايي، دوی خپلو خوشي شویو بندیانو ته امر شوی، چې بیا د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي او په وینا یې هغوی نه ځي.
طالبان: خوشي شوي زندانیان مو بیا د جګړې ډګر ته نه ځي
طالبان وايي، دوی خپلو خوشي شویو بندیانو ته امر شوی، چې بیا د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي او په وینا یې هغوی نه ځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې افغان چارواکي وايي، ځینې طالب بندیان تر خوشي کېدو وروسته بیا د جګړې ډګر ته ستانه شوي، چې په جګړه کې بېرته نیول شوي هم دي.

خو طالبانو په یوه  اعلامیه کې چې پرون یکشنبې یې خپره کړې ویلي، دوی خپلو خوشي شویو بندیانو ته امر کړي، چې بیا جګړې ته ستانه نه شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، دغه خوشي شویو بندیانو ته سپارښتنه شوې، چې کورونو کې کېني او په ورکړل شوي امر کلک عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو خوشي شویو طالب بندیانو، چې ویدیوګانې یې په خواله رسنیو کې خپرې شوي، ویلي چې بیا د جنګ جبهې ته ځي.

تر دې وړاندې طالبانو ژمنه کړې وه چې خوشي شوي بندیان به جنګ ته نه لېږي.

طالبان وايي، که د بندیانو د خوشې کولو پروسه بشپړه شي، نو دوی چمتو دي چې له لوی اختر وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي