۰

حنیف اتمر د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي

شنبی ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره تلېفوني خبرې کړې دي.
حنیف اتمر د سعودي د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر له افغانستان سره د سعودي عربستان له مرستو مننه کړې او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د دغه هېواد همکاري مهمه او حیاتي بللې.

په ورته وخت کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر هم په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ګډه همکاري مهمه وبلله او له افغانستان څخه یې په بېلا بېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې په پروسه کې د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد به یې سولې ته د افغانانو د رسېدو په برخه کې  له خپل هېڅ ډول همکارۍ  او مرستې څخه ځان ونه غړوي.

ویل کېږي، سعودي عربستان پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو، چې پاکستان دی، د پام وړ نفوذ لري او کولی شي د افغان سولې په برخه کې ګټور رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي