۰

امریکا له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزې لپاره ۳۶ میلیون ډالره مرسته وکړه

شنبی ۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۵
د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستندویه ادارې له لارې افغانستان سره د کرونا سره مبارزې لپاره ۳۶.۷ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
امریکا له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزې لپاره ۳۶ میلیون ډالره مرسته وکړه
د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستندویه ادارې له لارې افغانستان سره د کرونا سره مبارزې لپاره ۳۶.۷ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راز د امریکا حکومت وايي، ۹۰ ملیونه ډالر یې د نړیوال بانک د لارې د افغانستان د روغتیا او پوهنې وزراتونو سره مرسته کړې ده.

په کابل کې د امریکا شازدافیر، راس ولسن وایي، دا مرستې له افغانستان سره په حساس وخت کې کېږي او دا ګډ مسؤلیت دی چې د کویډ۱۹ د خپریدو مخه ونیول شي.

دا د هغو مرستو برسیره د افغانستان سره کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پخوا اعلان کړې وې.

په تازه مرستو کې ۳.۱ ملیون د هغو افغان کډوالو او بیرته راستنیدونکو لپاره ځانګړې شویدي چې د بهرنیو هیوادونو نه افغانستان ته ستانه شویدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي