۰

خلیلزاد هرات کې پر هوايي برید خواشني ښودلې ده

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۲
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هرات ولایت کې د طالبانو پر یوه غونډه د افغان ځواکونو هوايي برید غندلی دي.
خلیلزاد هرات کې پر هوايي برید خواشني ښودلې ده
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هرات ولایت کې د طالبانو پر یوه غونډه د افغان ځواکونو هوايي برید غندلی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه برید ته په اشارې په یوه ټوېت کې ویلي، چې تېر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې تاوتریخوالی خورا لوړ شوی او د ګڼو خلکو ژوند یې اخیستی دی.

خلیلزاد ویلي، هغه عکسونه او راپورونه چې د عیني شاهدانو له خوا تر لاسه شوي، ښيي، چې موږ د افغان ځواکونو له خوا به دغه برید چې ملکي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې، وغندو او په اړه یې د څېړنو ملاتړ وکړو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان ژر تر ژره د بین الاافغاني خبرو د پیل غوښتنه کوي، ځکه نور په جګړه کې تلفات د سولې د خبرو په ګټه نه دي.

هغه له ټولو لوریو غوښتي، چې د تاوتریخوالي څخه لاس واخلي، د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره  دې چې د ده په وینا ژر به پیل شي، چمتوالی وښي.

د یادونې ده پرون سه شنبې د زمري اوله د هرات ولایت د ګذرې او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ د خم زیارت په ساحه کې د طالبانو د یوه راخوشي شوي قوماندان د هرکلي پر مهال هوايي برید شوی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، خلک د یوه خوشي شوي طالب قوماندان قاري غلام نبي هرکلي ته راټول شوي  و، چې د افغان هوایي ځواک له خوا پرې برید وشو.

ځینې ځايي اوسېدونکي وايي، برید د طالبانو پر یوه غونډه شوی چې ګڼ شمېر طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې، خو یو شمېر بیا وايي، برید د واده په مراسمو شوی، چې کابو ۴۵ تنه په کې وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، برید د طالبانو په غونډه هغه مهال وشو، چې دوی غوښتل په هرات ښار کې بریدونه تر سره کړي.

فرهاد زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې کره شمېر یې  نه دی معلوم.

په ورته وخت کې د هرات د والي ویلي، د ادرسکن او ګزره ولسوالیو ترمنځ د استو په کلي کې د ملکي وګړو یو موټر د سړک د غاړې پر ماین ختلی او یو شمیر کسان په کې مړه او ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي تائیدوي چې د ادرسکن ولسوالۍ څخه تر اوسه د دوو ماشومانو په ګډون درې ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم تاییدوي، چې برید خوشي شویو طالب بندیانو د هرکلي په غبرګون کې پر ملکي وګړو شوی دی.

احمدي وايي، راپورونه ښيي، چې په دغه برید کې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي  او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي