۰
سرچینې:

ولسمشر غني د عبدالله پنځه نوماند وزیران رد کړي دي

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
ځینې سرچینې وايي، ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له خوا کابینې ته ورمعرفي شوي نوماند وزیران رد کړي او پر ځای یې د نورو مسلکي او ظرفیت لرونکو کسانو د ورمعرفي کېدو غوښتنه کړې.
ولسمشر غني د عبدالله پنځه نوماند وزیران رد کړي دي
ځینې سرچینې وايي، ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له خوا کابینې ته ورمعرفي شوي نوماند وزیران رد کړي او پر ځای یې د نورو مسلکي او ظرفیت لرونکو کسانو د ورمعرفي کېدو غوښتنه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینو په ډاګه کړې؛ ولسمشر غني د عبدالله عبدالله  پېنځه وزیران د کابینې د غړیتوب لپاره؛ ځکه  ندي منلي، چې سیاسي وزن، وړتیا نه لري او د خلکو استازیتوب نشي کولی.

تر اوسه دا نه ده معلومه، چې ښاغلي غني د عبدالله کوم کسان رد کړي، خو وړاندې تر دې هم ارګ ټينګار کړی، چې دا ځل باید کابینې مسلکي او وړتیا لرونکي وي او ورته معرفي کېدونکي کسان هم باید د علم او ظرفیت له مخې وټاکل شي.

دا چې ولسمشر غنی به څوک رد کوي وي لا څرګنده نه ده، خو وړاندې عبدالله الله دغه کسان د خپل لوري کابینې ته ورمعرفي کړي وو.

د مخابراتو وزارت لپاره معصومه خاروي، د عدلیې  لپاره فضل احمد معنوي، د کرنې لپاره انورالحق احدي، د کډوالو لپاره نور رحمان اخلاقي، د قبایلو چارو لپاره محب الله صمیم، د سولې وزارت لپاره مصطفی مستور، د کورنیو چارو وزارت لپاره مسعود اندرابي، د سوداګرۍ لپاره نثار احمد غوریاني، د اقتصاد لپاره سعادت منصور نادري، د کار او ټولینزو چارو لپاره بشر احمد تینج، د لوړو زده کړو لپاره کنشکا ترکستاني، د ترانسپورت لپاره عباس بصیر، د شهیدانو او معلوملینو لپاره نجیب آقا فهیم او د اداري اصلاحاتو لپاره عزیزالله آرینفر.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي