۰
امریکايي استازي:

ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي

چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
ګڼ شمېر امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو ملاتړ کړی وايي، ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي.
ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي
ګڼ شمېر امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو ملاتړ کړی وايي، ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي، چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وايي، ۱۰۹ استازو هغه طرحې ته مثبته رایه ورکړې، چې له مخېیې  باید امریکايي سرتېري په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي.

دغه استازو ویلي، باید د راتلونکي کال تر اپرېل پورې ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او په دې توګه روانه شل کلنه جګړه ختمه شي.
 
دوی همدا راز زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې هڅې دې چټکې شي او ټول هغه امکانات دې له منځه یوړل شي چې افغانستان د ترهګرو پر ځاله بدلوي.

امریکایي استازو ټینګار کړی، چې باید په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي، ټول سرتېري هېواد ته راستانه شي او په دې توګه دې د مالي او ځاني تلفاتو لړۍ پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي