۰

هند ۷ سوه افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي وېزې ورکوي

چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
هندي رسنۍ وايي، د هند حکومت پرېکړه کړې، چې ۷ افغان سیکانو او هندوانو ته به دایمي وېزې ورکوي.
هند ۷ سوه افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي وېزې ورکوي
هندي رسنۍ وايي، د هند حکومت پرېکړه کړې، چې ۷ افغان سیکانو او هندوانو ته به دایمي وېزې ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ زیاتوي، د هند حکومت هغه اداري مراحل بشپړ کړي چې له مخې یې نږدې ۷۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکول کېږي.

د هند حکومت وايي، په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ لرونکو ترهګرو له لوري سیکانو او هندوانو ته ګواښونه جوړ شوي دي، نو ځکه یې پرېکړه کړې چې اووه سوه سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکړي.

تر دې وړاندې هم د هند حکومت ویلي وو چې د افغانستان سیکان او هندوان کولی شي په هند کې د تابعیت او اوسېدو غوښتنه وکړي.

د یادونې  ده، هند وروسته له دې دغه څرګندونې وکړې چې په ننګرهار او کابل کې پر دغه لږکیو بریدونه وشول او مرګ ژوبله ورته واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي