د امریکا د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو مخکښ نوماند جوبایډ ویلي، که واک ته ورسېدو په لومړۍ ورځ به د ټرمپ له خوا پر مسلمانانو وضع شوي بندیزونه لري کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باید دغه څرګندونې د امریکا د بېلابېلو ایالتونو له مسلمانانو سره د ويډیو کنفرانس له لارې کړي دي.
نوموړي ویلي، ټرمپ په غیر قانوني ډول د ځینو مسلمانو هېوادونو پر وګړو د ورتګ بندیز لګولي دي، چې د واک په لومړۍ ورځ به د ټرمپ دغه فرمان لغوه کړي.
جوبایډن ټینګار کړی، چې که ولسمشر شو، نو امریکا به یو ځل بیا پیاوړې کوي او نړیوال باور به یې بېرته راګرځوي.
د یادونې ده، چې ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم د ځینو هېوادونو وګړو ته د وېزې په ورکړه کې سختي راوسته او د ایران، یمن، سوریې، اندونیزیا او ځینو نورو هېوادونو پر وګړو یې امریکا ته د تګ بندیز ولګاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل