۰

میدان وردګو کې موټر بم برید ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۵
ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګو ولایت کې د طالبانو په موټر بم برید کې ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
میدان وردګو کې موټر بم برید ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګو ولایت کې د طالبانو په موټر بم برید کې ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د جغتو په دوه لارې کې شوی دی.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، طالبانو له چاوېدونکو توکو ډک لاري موټر په دغه دولاري کې درولی و او د افغان ځواکونو د کاروان تېرېدو پر مهال یې چاودنه ورکړې ده.

وزارت تاییدوي، چې د طالبانو په دغه موټر بم برید کې د پوځ ۸ سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم د برید مسوولیت منلی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي، چې په دغه برید کې یې ګڼ افغان سرتېري وژلي دي.

دا برید داسې مهال کیږي چې د طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته هلې ځلې زیاتې شوي دي او افغان حکومت زرګونه طالبان او طالبانو سلګونه افغان سرتیري خوشې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي