۰

کندوز او پکتیا کې طالبانو او افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۰
کندوز او پکتیکا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندوز او پکتیا کې طالبانو او افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
کندوز او پکتیکا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت هم په یادو ولایتونو کې د جګړو او په کې د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

دفاع وزارت نن دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه جلا خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو تېره شپه د قندوز ښار د شینوارو او قزاق په کلیو کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د وزارت په خبرپانه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم وزارت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې یادونه نه ده کړې، خو د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د طالبانو په برید کې ۵ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه راز مرادي زیاته کړې، د کندوز د علي آباد پر لاسه هم پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې درې پوځیان یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

مرادي وایي، په مرکز کې جګړې ۳ او په علي آباد ولسوالۍ کې جګړې ۲ ساعته دوام کړی، خو د افغان ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې طالبانو ماته خوړې او پر شاه تمبول شوي دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په پکتیکا ولایت کې  هم د طالبانو بریدونه مات او دوی یې پر شاه تمبولي دي.

دفاع وزارت په خبرپانه کې ویلي، طالبانو د پکتیکا ولایت په ارګون او وازه خوا ولسوالیو کې بریدونه کړي و، چې له کلک ځواب سره مخ شول.

د وزارت په وینا د ارګون په شېخان په سیمه کې ۴ طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دغه راز وزارت زیاتوي، چې د وازې خوا ولسوالۍ په مرجاني سیمه کې د جګړې پر مهال ۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په دغه جګړو کې  د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي