۰
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون:

پر کونړ پاکستان ځواکونو وروستیو بریدونو کې ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۹
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د دوی موندنې ښيي چې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو وروستي برید کې ۱۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر  کونړ پاکستان ځواکونو وروستیو بریدونو کې ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي،  د دوی موندنې ښيي چې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو وروستي برید کې ۱۲ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن دوشنبې د چنګاښ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستاني ځواکونو په دغه برید کې ۷ ملکیان وژل شوي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

سرچینه وايي، دغه معلومات یې له روغتونونو، عیني شاهدانو، د قربانیانو له کورنیو ، نړیوالو رسنیو او نورو سرچینو له لارې ترلاسه کړي.

کمېسیون ویلي، د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه نیټه پاکستاني ځواکونو پر سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعد اباد د هاوان ۱۲ مرمۍ توغولي.

اعلامیه وایي، وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.

کمېسیون پر پېښې خفګان ښودلی، له حکومته یې د خلکو د ساتنې او له اړوندو بنسټونو یې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي