۰

پاکستان یو ځل بیا پر افغان خاروه توغندي ویشتي دي

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر ځینو برخو راکېټي بریدونه کړي دي.
پاکستان یو ځل بیا پر افغان خاروه توغندي ویشتي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د کونړ ولایت پر ځینو برخو راکېټي بریدونه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ویلي، پاکستان ځواکونو د کونړ ولایت شلتن ولسوالۍ راکټونه ویشتي.

دی وايي، پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر یاده ولسوالۍ ۲۹ توغندي توغولي دي.

د هغه په وینا پاکستاني ځواکونو وړمه ورځ هم توغندي ویشتي و، خو دا چې مرګ ژوبله یې اړولې که نه په اړه یې د والي ویاند معلومات نه دي ورکړي.

دا بریدونه داسې مهال دي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره په دې تړاو د مذاکراتو خبر ورکړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو تر خبرو او اړیکو وروسته پاکستاني لوري منلې چې نور به پر کونړ بریدونه نه کوي.

په تېرو څو ورځو کې د پاکستان بریدونو په کونړ کې خلکو ته د مالي زیانونو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي.

په دې بریدونو کې تر لسو پورې ملکي وګړي وژل شوي خو داسې ښکاري چې افغان حکومت یې پر وړاندې جدي اقدام نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي