۰

پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا هیله کړې ده

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۹
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري یو ځل بیا پراخه او اړیکې یې ښې شي.
پاکستان له افغانستان  سره د سوداګرۍ د پراختیا هیله کړې ده
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري یو ځل بیا  پراخه او اړیکې یې ښې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صادق خان په یوه تازه ټوېټ کېویلي، د کرونا ویروس پراختیا د افغانستان اوپاکستان تر منځ سوداګري او په بندرونو کې تګ راتګ زیانمن کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، هیله لري، چې د دغه ویروس دوهمه څپه خپره نه شي او په دې توګه د دواړو هېوادونو تر منځ بندرونه بیا ځلي زیان ونه ویني.

صادق خان ټینګار کړي، چې هیله لري د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري بېرته وده وکړي او اړیکې یې هم ښې او پیاوړې شي.

د یادونې ده، چې پاکستان په وار وار د سوداګرۍ د پراختیا، د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو نه جوړولو او د اړیکو ښه کولو ژمنې کړې، خو هر ځل یې پرخپله کړو ژمنو عمل نه دی کړی.

همدا اوس هم د افغان سوداګرو په زرګونو بار موټر د پاکستان په بندرونو کې بند پاتي دي او دغه هېواد بندرونه یې د سوداګرو او خلکو پر مخ تړلي دي.

د چارو شنوونکي و ايي، په پاکستان په دې کار سره نه یوازې افغانستان بلکې ځان ته هم زیان اړولی، خو وايي، د دغه هېواد پوځي حکومت تل سوداګري د سیاست قرباني کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي