د صدام حسین د دفاع وزیر سلطان هاشم په زندان کې د زړه د سکتې له امله مړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عراقي رسنیو د سلطان هاشم مړینه تایید کړې، وايي، نوموړی تېءه شپه د ناصریه ښار په الحوت زندان کې مړ شوی دی.
سلطان هاشم یوې محکمې په اعدام محکوم کړی و، خو د ځینو کړیو د اختلاف له امله یې اعدام ځنډېدلی و، خو لغوه شوی نه وو.
هغه د صدام د واکمنۍ پر مهال پیاوړی پوځي جنرال و، چې د عراق د پوځي پیاوړتیا لپاره یې هغه مهال مهم کارونه کړي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل