۰

کابل کې د امریکا شارژدافیر د بین الاافغاني پر پیل ټینګار کړی دی

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۲
افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د افغانستان په مشرانو غږ کړی دی چې نوی حکومت دې ژر جوړ او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.
کابل کې د امریکا شارژدافیر د بین الاافغاني پر پیل ټینګار کړی دی
افغانستان کې د امریکا شارژدافیر راس ویلسن د افغانستان په مشرانو غږ کړی دی چې نوی حکومت دې ژر جوړ او بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن پرون یکشنبې د چنګاښ ۲۹ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د سولې په تړواو یې د پخوانی ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف سره هم خبرې کړې دي.

نوموړي په ټوېټر لیکلي«موږ د دغه هېواد په مشرانو ټېنګار کوو چې نوی حکومت او د بیا پخلاینې عالي ملي شورا دې ژر جوړ کړي، د بندیانو تبادله دې بشپړه کړي او بین الافغاني مذاکرات دې پیل کړي.»

دا په دې وروستیو کې لومړی ځل دی چې د امریکا شارژدافیر د افغان حکومت له مشرانو څخه داسې ښکاره غوښتنې کوي.

ده زیاته کړې«د افغانانو حوصله ختمه شوې ده او بین الافغاني‌ مذاکرات پیل کړئ چې په دایمي‌ او هر اړخیز اوربند باندې بحثونه پیل شي.»

نوموړي د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي‌ مشر عبدالرب رسول سیاف سره هم خبرې کړي‌ دي.

وايي،‌ دوی دواړو د مۍ په ۱۷ نېټه د ولسمشر غني‌ او پخواني‌ اجرايي رئيس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي شخړې په حل کې مهم رول ولوبوه. له هغې نېټې راهېسې د افغانستان اکثریت وزارتونه کابینه نلري او حکومت نیمګړی دی.

ښاغلی ویلسن داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کېدو او بندیانو په تبادلې ټېنګار کوي چې افغان چارواکي وايي د طالب زندانیانو هغه بندیان نه خوشې کوي چې «حق العبدي» مسایل لري.

تیره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وویل چې دغه ۶۰۰طالب بندیان جدي ستونزې لري او خوشې کول یې د ملي او نړیوالو قوانینو په خلاف دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي