۰
دې هېل:

طالبانو له امریکا سره کړی تړون نه دی عملي کړی، دا ډله خپلواکه نه ده

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ادعا کړې، چې طالبان خپلواک نه دي او هر کله چې د سولې خبرې یوه مهم پړاو ته رسېدلې، دوی ویجاړونکي ګامونه اوچت کړي دي.
طالبانو له امریکا سره کړی تړون نه دی عملي کړی، دا ډله خپلواکه نه ده
دې هېل نشریې په یوه مقاله کې ادعا کړې، چې طالبان خپلواک نه دي او هر کله چې د سولې خبرې یوه مهم پړاو ته رسېدلې، دوی ویجاړونکي ګامونه اوچت کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مقالې لیکوال ویلي، که څه هم د امریکا او طالبانو د هوکړې لومړنۍ مرحله بشپړه شوې، خو په افغانستان کې د سولې هیلې لا هم په تیاره کې دي.

په مقاله کې ویل شوي، سره له دې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او بین الافغاني خبرې پيلول د امریکا او طالبانو د هوکړې مهم موارد دي، خو طالبانو تر اوسه پر دغه مواردو عمل نه دی کړی.

دې هېل نشریې ته د افغانستان د مسایلو څارونکو ویلي، چې طالبان د خپل واک نه دي او هر ځل چې د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي دوی د روسیې یا بل هېواد په اشاره ویجاړوونکي ګامونه اوچت کړي دي.

دې هېل لیکي طالبانو د سولې تر هوکړې وروسته په پوځي برخه کې تغیرات راوستي دي او پر افغان ځواکونو یې خونړي بریدونه کړي دي چې دا هر څه سولې ته هیلې کمرنګه کوي او د جګړو ددوام سبب ګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملټري ټایمز هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له خولې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د روسانو ډېرې د پښو نښې نښانې شته دي.

مایک پميیو زیاته کړې، همدا اوس له طالبانو سره ټولې وسلې او جګړه ییز سیستم روسی دی او د دغه هېواد په وسلو او تجهیزاتو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ټینګار کړي، چې له طالبانو سره د روسانو پر همکارۍ سترګې نه شي پټولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي