۰
ملټري ټایمز:

طالبان د جګړې او سولې دواړو ډګرونو د ګټولو په لټه کې دي

دوشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
ملټري ټایمز نشریه د طالبانو په لیکو کې وروستیو بدلونو ته په اشارې وايي، دا ډله هڅه کوي، چې د جګړې او سولې دواړه ډګرونه وګټي.
طالبان د جګړې او سولې دواړو ډګرونو د ګټولو په لټه کې دي
ملټري ټایمز نشریه د طالبانو په لیکو کې وروستیو بدلونو ته په اشارې وايي، دا ډله هڅه کوي، چې د جګړې او سولې دواړه ډګرونه وګټي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي نشریې ویلي، د طالبانو په لیکو کې وروستي بدلونونه په دې مانا دي چې دغه ډله غواړي هم د سولې او هم د جګړې په ډګر کې ګټونکي وي.

طالبانو په دې وروستیو کې په خپلو لیکو کې ځینې بدلونونه راوستي، چې د ملا محمد عمر زوی یې د پوځي مسوول په توګه ټاکلی او دغه راز یې د بین الاافغاني خبرو لپاره په پلاوی کې هم څلور تنه نوي کسان شامل کړي دي.
 
په ورته وخت کې نشریې بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو له خولې دا هم لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د روسانو ډېرې د پښو نښې نښانې شته دي.

د مایک پمپيو په خبره همدا اوس له طالبانو سره ټولې وسلې او جګړه ییز سیستم روسی دی او د دغه هېواد په وسلو او تجهیزاتو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.

پمپیو ویلي له طالبانو سره د روسانو پر همکارۍ سترګې نه شي پټولی.

ملټري ټایمز بیا وایي امریکا ته په کار ده چې یوازې د سرتېرو پر ایستلو تمرکز ونه کړي، بلکې په سیمه کې دې ټول روان وضعیت ارزوي او په دقت دې ګامونه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي