د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د نړۍ په ځواکونو هېوادونو له دې امله نیوکه کړې، چې په وینا یې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان سره همکار نه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش لند کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان په یوه وخت کې له ګڼو جنجالونو او کشمکشونو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه د ملګرو ملتونو له نړیوال سازمان سره همکار نه دي او له کرونا سره د مبارزې په دې حساسو شرایطو کې یې په خپلو کې ناندرۍ پیل کړې دي.
دی وايي، کرونا د دې لامل شوه چې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو اصلي کمیت او کیفیت نړیوالو ته روښانه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاتوي،، دې وخت دی چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او اصولو پر نوې تګلاره کار وشي او ځواکمن هېوادونه باید په دې پوه شي چې اوسنی کشمکش او تقابل نړیوالو ته د منلو نه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل