۰

بلوچستان کې ۸ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۰
بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته کې ۸ تنو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلوچستان کې ۸ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
بلوچستان کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ نښته کې ۸ تنو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا نښته د بلوچستان په ماشکیل سیمه کې رامنځ ته شوې او څلور ساعته یې دوام کړی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله هم د پېښې پخلی کړی ویلي یې دي، چې نښته د قاچاق کوونکو سره شوې ده.

دی وايي، په دغه نښته کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، چې وزیر په خبره د دوه تنو روغتیايي حالت نازک دی.

بلوچستان په دې وروستیو کې د ورته ګڼو پېښو شاهد دی چې د ډېریو پړه یې بلوڅ بیلتون غوښتونکو پر غاړه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي