۰

اسدالله خالد د دفاع او مسعود اندرابي د کورنیو چارو نوماند وزیران ټاکل شوي

یکشنبه ۲۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۱
اسدالله خالد د دفاع او مسعود اندرابي د کورنیو چارو نوماند وزیران ټاکل شوي
د ولسمشر غني د جلا جلا فرمانونو پر اساس اسدالله خالد دفاع وزارت ته او مسعود اندرابي کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیران ټاکل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دواړه نوماند وزیران به ډېر ژر د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ورمعرفي شي.

د یادونې ده، چې خالد او اندرابي کابو له تېرو دوه کلونو راهیسې د یادو وزارتونو د سرپرستانو په توګه دنده تر سره کوي او هغه مهال هم ولسمشر پارلماني چارو وزارت ته دنده سپارلې وه، چې دواړه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي، خو د نامعلومه دلایلو له امله تر اوسه نه دي معرفي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اساسي قانون له مخې یو وزارت او یا یوه اداره له دوه میاشتو زیات د سرپرست له خوا نه شي اداره کېدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي