۰
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان:

د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله باید ژر پای ته ورسېږي

شنبی ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۰
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنټ مک کېنري وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله باید هرڅومره ژر چې ممکن وي پای ته ورسیږي.
د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله باید ژر پای ته ورسېږي
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنټ مک کېنري وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله باید هرڅومره ژر چې ممکن وي پای ته ورسیږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له امریکايي رسنیو سره په مرکه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادلې بشپړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

جنرال مکنزي، له افغان مشرانو سره له کتنې وروسته ویلي، چې د بندیانو د تبادلې د پروسې پای به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره لاره هواره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه پروسه باید ډیر ژر پای ته ورسیږي.

جنرال مکنزي د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پر ملاتړ ټینګار وکړ یې په ټینګار سره و ویل، چې دا افغانستان به بیا هېڅکله د تروریستانو خوندي ځای نه وي.

د امریکا او طالبانو په تړون کې یاده شوې وه چې د افغانستان حکومت به تر ۵۰۰۰ پورې بندیان او طالبان شاوخوا د ۱۰۰۰ افغان زندانیانو په بدل کې خوشې کړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو ۴۴۰۰ او طالبانو د حکومت څه باندې ۶ سوه بندیان خوشي کړي، خو د ۶ سوه طالب بندیانانو پر سر لا هم د دواړو لورو تر منځ ستونزه شته.

طالبان یې په خوشي کولو ټینګار کوي، خو افغان حکومت وايي، په دې بهرني او داسې جنګیالي دي، چې جنايي او حق العبدي دوسیې لري او پر خوشي کېدو یې سیمه ییزه اجماع نشته.

د بندیانو د تبادلې پای ته نه رسېدل هغه څه دي، چې په ظاهره یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الاافغاني خبرو د پیل مخه نیولې ده.

طالبان وايي، تر چې یې بندیان خوشي نه شي بین الاافغاني مذکراتو ته نه ځي، خو حکومت وايي، تر چې طالبانو تاوتریخوالی کم کړی نه وي، د بندیانو ستونزه نه شي حل کېدای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي