۰

غزني کې د طالبانو بریدونه مات او ۱۰ تنه یې وژل شوي

شنبی ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې د طالبانو بریدونه مات او ۱۰ تنه یې وژل شوي
پوځي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او ۱۶ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تندر قول اردو نن شنبې د چنګاښ ۲۸ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، طالبانو په مرکز او خوږیاڼو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو له بریدونو سره سم افغان ځواکونه هم لاس په کار شوي او د هوايي ځواک په ملتیا یې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي.

سرچینه زیاتوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د غزني په سفندې سیمه او خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي