۰
چارواکي:

پاکستان به نور پر ختیځو ولایتونو توغندي بریدونه نه کوي

شنبی ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۴
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دیپلوماتیکي هلو ځلو له کبله د پاکستان د پوځ لخوا د افغانستان په خاورې د توغندیو بریدونه په عاجله توګه بند شول.
پاکستان به نور پر ختیځو ولایتونو توغندي بریدونه نه کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دیپلوماتیکي هلو ځلو له کبله د پاکستان د پوځ لخوا د افغانستان په خاورې د توغندیو بریدونه په  عاجله توګه بند شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت پرون جمعه د چنګاښ۲۷ مه په یوه اعلامیه کې  ویلي، د دغو توغندیو او راکټونو د بریدونو په هکله یې په کابل کې د پاکستان سفیر او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سره خپل جدي اعتراضات او اندیښنې شریکې کړي او د جدي عواقبو یادونه یې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته ویلي چې دا شان بریدونه د دواړو هیوادونو په اړیکو منفي اغیزې لري.

د پاکستاني پوځ په بریدونو کې چې د کنړ ولایت په یو شمیر سیمو کې یې تازه کړیدي، اته عام خلک پکې وژل شوي او څو تنه ټپي شوې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، د دواړو هیوادونو د دفاعي چارو مسؤلین به ددې پیښو په هکله هر اړخیز تحقیقات کوي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ د کنړ ولایت د سرکاڼو، مروروې او مرکز اسعد آباد یو شمیر سیمې په راکټونو ویشتلي.

افغانستان د پاکستان پدې اقداماتو څو څو ځله انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا کار د پولې دواړو غاړو ته پراته قومونه سره ویشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي