۰

دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې ته ۴۵ سیاسي او مدني فعالان غوښتل شوي

جمعه ۲۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۱
دوحه کې د افغانستان په اړه نارسمي غونډه جوړېږي، چې ۴۵ تنه سیاسي او مدني فعالان ورغوښتل شوي او د راتلونکي افغانستان په اړه به خبرې په وشي.
دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې ته ۴۵ سیاسي او مدني فعالان غوښتل شوي
دوحه کې د افغانستان په اړه نارسمي غونډه جوړېږي، چې ۴۵ تنه سیاسي او مدني فعالان ورغوښتل شوي او د راتلونکي افغانستان په اړه به خبرې په وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه په نېږدې راتلونکې کې د دوحې انستیتوت د جنجال او بشردوستانه څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات له خوا جوړېږي.

غونډه د افغانستان راتلونکې فکري ناستې تر عنوان لاندې ده، چې د افغانستان ۴۵ سیاسي او مدني فعالان ورغوښتل شوي دي.

سلطان برکات په خپل ټوېټر پاڼه د هغه کسانو نوملړ خپور کړی، چې په کې د افغان سیاستوالو، پخوانیو چارواکو او د ولسي جرګې د غړو او فعالو مېرمنو نومونه شته دي.

د ښاغلي برکات په خبره، دا کسان روڼ اندي افغانان او با نفوذه شخصیتونه دي او د هغو مهمو خبرو لپاره بلل شوي چې افغانستان د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له لاسلیک وروسته ور سره مخ دی.

غونډه د قطر پلازمېنه دوحه کې جوړېږي، چې په کې به له طالبانو سره له تړون وروسته د حکومت راتلونکی، راتلونکي افغانستان کې د ښځو حقونه او پر نورو ټولنیزو او اقتصادي مسلو بحث کېږي.

ښاغلی برکات ټینګار کوي چې دا ناسته د خبرو چاپېریال نه دی، بلکې پر تخنیکي برخو، د نظریو د تشریح او شنلو پر بنسټیزو اړخونو تمرکز لري.

نوموړي ویلي، دې ناسته کې د ګډونوالو د رغند ګډون اساسي موخه افغانستان کې د تلپاتې سولې لار نقشې لپاره د نظریو تعامل دی.

ښايي دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي هم دې غونډه کې ګډون وکړي لکه تېر کال یې چې قطر کې هم په ورته خبرو کې ګډون درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي