د نورم او ستندر ادارې رییس د رشوت په تور نیول شوی

26 سرطان 1399 ساعت 21:38

لویې څارنوالي وايي، د نورم او ستندرد ملي ادارې عمومي رییس په ګډون د دغې ادارې دوه کارکوونکي یې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو په تور نیولي دي.


لویې څارنوالي وايي، د نورم او ستندرد ملي ادارې عمومي رییس په ګډون د دغې ادارې دوه کارکوونکي یې د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستو په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لویې څارنوالۍ نن پنشنبې د چنګاښ ۲۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي د یادې ادارې رییس یې د یو تن متشبث د شکایت له امله د سل زره امریکایي ډالرو رشوت اخیستلو پر مهال نیولی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د نورم او ستندرد ادارې تخنیکي مرستیال او د پروژو مدیر یې هم له نوموړي سره د همکارۍ په تور نیولي او اوسمهال تر څېړنو لاندي دي.

لویه څارنوالي وایي، له یو متشبث څخه اصلي مطالبه ۲۰۰ زره امریکایي ډالره وه چې رییس یې د سل زره هغو اخیستو پر مهال نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129622

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129622/

جمهور
  https://www.jomhornews.com