ترکي رسنۍ وایي، د دې هېواد یوه نظامي الوتکه غورځیدلې او ګڼو ترکي پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چورلکه نن پنشنبې د چنګاښ ۲۶ مه د دې هېواد په وان ولایت کې لوېدلې ده.
تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی معلوم خو ۷ تنه په کې وژل شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تایید کړې او په خبره یې په وژل شوو کسانو کې دوه یې پولیس افسران او پاتې پنځه یې پيلوټان وو.
ډير کله دا ډول پېښې دهوا دخرابوالي او یاهم دپيلوټ د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي خو د ترکیې حکومت وایي د پېښې په اړه یې څیړنې پيل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل